په کندهار کې ۶ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

د فاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند عملیات ترسره کړل.

چې په ترڅ کې، ۶ طالب ترهګر ووژل شول او په یاده ولسوالۍ کې پراخه سېمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې.

همدا راز د طالبانو ۱۰ صوفونه چې ددې څخه به یې د ترهګریزو کړنو له پاره ګټه اخسته له منځه وړل شوي او ۴۷ کړۍ ماینو چې طالبانو د ملکي او نظامي کسانو د وژلو په موخه د لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو د انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ کړل.