د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ بشپړه او د شیرزاد-حصارک ولسوالیو لارې د طالب ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې
د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات چې درې ورځې مخکې پيل شوي وو, تر اوسه د شیزاد-حصارک عمومي لار د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه او همدا راز د شیرزادو ولسوالۍ ګندمک, قاضیانو, پنګزي او صواتیانو کلي د طالب ترهګرو له شتون څخه پاک شوي دي.
په دې عملیاتو کې د ۳۰ زیات طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۶۰ کړیو زیات ماینونه چې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې د طالبانو له لورې ځای پر ځای شوي وو, د دفاعي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.