کندهار کې د ۲۵ طالبانو وژل کېدل

s.mohmand


تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت "ارغنداب" او "ډنډ" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.


دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۳ طالبان ټپيان شول.


د نښتو په  پایله کې د دښمن ۶ مورچلې، ۱ هاوان او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.


همدا راز  ۷ کړۍ ماینونه چې طالبانو کندهار ولایت  ډنډ او میوند ولسوالیو په  بیلابیلو سیمو کې دفاعي، امنیتي ځواکونو او د ملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پر ځای کړی وو، د ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.