په کندز کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۶ ټپیان شول

s.mohmand

تېره ورځ د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په بخمل کوچه سېمه کې د طالبانو د را ټولیدو پر ځای ملي اردو ځواکونو هوايي هدفمند بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال د ۵ ساتونکو په ګډون، ۱۲ ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې بریدونو کې د دښمن ۳ پټنځایونه زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.