فراه کې 6 طالبان ووژل شول
تيره ورځ طالبانو د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په"ګجکین" او "ګسکین" کلیو کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړ.
د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې، ۶ طالبان ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول.
همدا راز په یادو سېمو کې طالبانو ۶ کړۍ ماینونه د ملکي او نظامي کسانو د وژلو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول.