په هلمند کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

طالبانو پلان درلود چې د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند په "عینک" او "ګرونج کلا" سېمو کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړي.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې د طالبانو د یوه سرګروپ "مولوي احسان"په ګډون، ۱۳ ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور یې ټپيان شول.