په بلخ کې ۵ طالبان د هوايي هدفمندو بریدونو په ترڅ کې ووژل شول
نن له غرمې مخکې طالبانو د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په "زیکزیک" کلي کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود؛ چې د هوايي ځواکونو له لوري په نښه شول، ددغه بریدونو په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او د دښمن یوه پایګاه له منځه یوړل شوه.