کندهار کې ۳۳ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت"ارغنداب" او"ډنډ" ولسوالیو کې د د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو. دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۳۱ طالبان ووژل شول او ۱ بل یې ټپي شول.
همدا راز د نښتو په پایله کې د دښمن ۳ موضع ګانې، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د یادونې وړ ده چې ۱ کړۍ ماینونه چې طالبانو کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړی وو په خپل فولډر ډوله موټر باندې يې چاودنه وکړه چې په پایله کې ۲ طالبان ووژل شول او یوبل یې ټپي شول.
همدا راز ۱۵ کړۍ ماینونه چې طالبانو د کندهار ولایت میوند او ژیړۍ ولسوالیو بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد، دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.