۶ طالب ترهګر د هغوی قوماندانانو په ګډون نهرسراج کې ووژل شول

s.mohmand

تیره شپه نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نوم ولسوال او یو شمیر قوماندانان داسې مهال چې پر افغان دفاعي ځواکونو يې د برید پلان درلود؛ د افغان هوایی ځواکونو د برید لاندې راغلل، چې په پایله کې د ملابشیر او مطیع الله په نوم د هغوی د دوه قوماندانانو په ګډون ۶ تنه طالب ترهګر ووژل شول او د تش په نوم ولسوال په ګډون د هغوی ۵ تنه ټپیان شویدي.