غزني ولایت کې د ۴ طالبانو وژل کېدو سره بریدونه یې ناکامه شول

s.mohmand

تېر ه ورځ طالبان د غزني ولایت "قره باغ" ولسوالۍ لیونی بازار سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه، چې په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.