کندهار کې ۳۸ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبان کندهار ولایت"ارغنداب" ولسوالۍ کې د بېلابېلو سیمو څخه د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه،چې په پایله کې ۳۸ طالبان ووژل شول.

د نښتو په پایله کې د دښمن ۱۳ بېلابېل ډول وسلې، ۵ پټن ځایونه، ۲ کمینونه، یوه اندازه درنې، سپکې وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.

همدا راز ۱۷ کړۍ ماینونه چې طالبانو د کندهار ولایت "ارغنداب" ولسوالۍ بیلابیلو سیمو کې د وسایطو ضد، دفاعي، امنیتي ځواکونو او دملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړی وو، د ملي اردو ۲۰۵ اتل ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.