د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه دفع او د یو سرګروپ په ګډون ۲۹ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

 

تېره شپه طالبانو د فراه ولایت د "پشترود" ولسوالۍ په "بلندي" او "ماده ګان" کلیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې د طالبانو د سرګروپ "حاجي عبدالجبار" په ګډون، ۲۹ ترهګر ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې د دښمن یو زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.