ننګرهار کې ۱۸ طالبان ووژل شول
تېره شپه طالبان د ننګرهار ولایت "پچیراګام" ولسوالۍ ناوې کلي اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ او د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې دیوه قوماندان مولوي ریاض په ګډون ۱۸ طالبان ووژل شول.