د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۸ طالبان ووژل شول
تیره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت د "بالابلوک" ولسوالۍ د "فراه رود" او "کنسک" سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه دفع او ناکامه کړل چې په پایله کې ۸ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.