د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو د مخه له چاودیدونکو توکو ډک موټر سره له منځه يوړل شو

s.mohmand

نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې، یو ځانمرګي بریدګر د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د مومن خان په سېمه کې د ملي اردو پر یوې امنيتي پوستې د برید هڅه وکړه؛ مګر موخې ته له رسیدو دمخه، د ملي اردو ځواکونو پوستې ته نږدې وپیژندل شو او د دفاعي ځواکونو په ډزو سره له منځه يوړل شو.

 پدې پیښه کې د ملي اردو ۲ سرتیري برسيره ټپيان شوي دي.