د کندهار په ژیړۍ کې ۳۱ طالب ترهګر ووژل شول
تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د "ژیړۍ" ولسوالۍ اړوند په «پشمول » سېمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو دغه ډله ترهګر په نښه کړل چې په پایله کې، ۳۱ تنه طالبان ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپیان شول.