په کندهار کې د یوه موټر بم د چاودنې مخنیوی وشو
طالب ترهګرو د کندهار ولایت په "ارغنداب" ولسوالۍ کې یو موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړی وو او پلان یې درلود څو د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو موټر بم برید وکړي.
د هېواد هوایي ځواک دغه موټر نن د کندهار ولایت په "ارغنداب" ولسوالۍ کې په نښه کړ چې په پایله کې یاد موتړ او ټول چاودیدونکي توکي یې په بشپړه توګه له منځه یوړل شول.