د جلریز_میدان وردګ لویه لاره د کومانډو ځواکونو په واسطه د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه
د جلریز - ميدان وردګ لویه لاره چې د وسله والو طالبانو لخوا د ولسي خلکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار؛ کومانډو ځواکونو د هوایی ځواک په ملاتړ ، د دوی د فعاله دفاعي حالت په چوکاټ کې د ترافیکو پر مخ لاره خلاصه کړه.
د نښتو او هوایی بریدونو په جریان کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د عملیاتو په جریان کې، ۲۰ کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه کشف او شنډ کړي دي چې د دښمن لخوا د ملکي وګړو د نښه کولو په موخه ایښودل شوي وو.