هلمند کې قاري طيب او حاجي زبير د وسله والو طالبانو ۲ ډلګۍ مشران د خپلو ۲۵ تنو سره وژل شوي او ۸ تنه يې ټپيان دي

s.mohmand

تېره ورځ د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د فعاله دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه عمليات کړي.

په پایله کې؛ د وسله والو طالبانو د ۲ ډلګۍ مشرانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ تنه يې ټپيان شوي دي.

افغان ځواکونو د يادو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۶ پټنځايونه، ۴ کړۍ ماينونه او ۲۵ تيرکش په بشپړ ډول له منځه وړي.