په بادغیس ولایت کې د هوا په ښه والي سره به د ملي اردو د اتلو شهیدانو اجساد انتقال شي
د باغیس ولایت په "بالامرغاب" ولسوالۍ کې د هوا د خرابوالي او نا مناسب وضعیت له امله، د ډګرمن عبدالبصیر نورستاني په ګډون د ملي اردو د دوو شهیدانو د اجسادو په لېږد کې ځنډ رامنځته شوی دی.
له څو ورځو راهیسې د ملي دفاع وزارت مشرتابه او د هېواد هوایي ځواک په جدي توګه هڅې کوي څو زمونږ اتل شهیدان خپلو محترمو کورنیو ته یې وسپاري، اما د هوا د زیات خرابوالي له امله الوتکې او چورلکې په سیمه کې ناسته نشي کولای، چې انشاالله د هوا په څه نا څه ښه والي سره به زمونږ اتل شهیدان انتقال او خپلو محترمو کورنیو ته به وسپارل شي.
د جګړې له ډګرونو د شهیدانو او ټپیانو انتقال د ملي دفاع وزارت د کارونو په لومړیتوب کې دی او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغیړي او نه پاملرنه به ونشي.
د ملي دفاع وزارت ددغه مسوولیت د ترسره کولو په برخه کې له ټولو امکاناتو او شته ظرفیتونو کار اخلي.