په کندهار او ارزګان کې د ۲۹ چاودنو مخه ونیول شوه

s.mohmand

طالبانو د کندهار ولایت په ژيړی او میوند ولسوالیو کې ۲۶ ماینونه او د ارزګان ولایت په گیزاب ولسوالۍ کی ۳ کړۍ ماین د ملکي خلکو د وژلو په موخه ځای پر ځای کړي ؤ؛ له نیکه مرغه دا ماینونه مخکې له چاودلو د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو له لورې کشف او شنډ شو او د لسګونو تنو هېوادوالو ژوند وژغورل شو