د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې د ګرشک او ښوراب تر منځ د کندهار او هرات عمومي لاره خلاصه شوه.

s.mohmand

د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د ګرشک او ښوراب ترمنځ لاره خلاصه شوه، د وسله والو طالبانو لخوا په بمونو الوزول شوي پلونه او پلچکونه د ملي اردو ځواکونو لخوا ترډيره رغول شوي.

همدارنګه ملي اردو ځواکونو د ګرشک او ښوراب ترمنځ د کندهار او هرات په عمومي لاره د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي لسګونه د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه کشف او شنډ کړي، او لاره په بشپړ ډول خلاصه شوې ده.