په کندهار کې ۱۵ طالبان ووژل شو
طالبانو د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په یار وکلا سیمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن بریدونه د هوايي ضرباتو په ترڅ کې په شاه وتمبول، چې په پایله کې ۱۵ تنه طالب ترهګر ووژل شو، ۴ تنه ټپیان او ۶ پټنځایونه له منځه یوړل شول.