د کابل په ښار له ۴ راکټونو توغولو مخه ونیول شوه
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې په کابل ښار د طالبانو له لورې ۴ "BM1" راکټونه د توغولو په موخه عیار شوي وو، د کابل د ۱۱۱ فرقې د ګډو ځواکونو له خوا کشف او لاسته را غلل، چې په پایله کې د خونړیو راکټي بریدونو مخه ونیول شوه.
د دې راکټونو په کشفولو سره د کابل د لسګونو تنه اوسیدونکو ژوند وژغورل شو.