د ګرشک په ډاګيانو سيمه کې د وسله والو طالبانو موټربم برید امنيتي ځواکونو هدف ته تر رسيدو وړاندې له منځه وړی

s.mohmand

د هلمند ولايت ګرشک ولسوالۍ اړوند ډاګيانو په سيمه کې د وسله والو طالبانو موټر بم بريد وپيژندل شو او هدف ته تر رسيدو وړاندې له منځه ولاړ.

د اوو بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو پلان درلود د ګرشک ولسوالۍ اړوند ډاګيانو په سيمه کې د ملي اردو په يوه پوسته موټربم برید ترسره کړي، ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو موټربم برید هدف ته تر رسيدو وړاندې وپيژند او د دوی پلان يې له ماتې سره مخ کړ.

هلمند کې د وسله والو طالبانو ټول شوم پلانونه د ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو تر کلک څار لاندې دي، دوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.