ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د قومندان په ګډون ۱۰ جنګيالي وژل شوي او ۳ نور يې ټپيان دي
د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ په ژړ صيب سيمه کې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان «ملا رفيع الله» شبکه «فريد جانان» په ګډون ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۳ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د يادو بريدو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د ناوې ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات ادامه لري، د لارو د بشپړ خلاصون او د پوستو د جوړېدو په چارو کې پرمختګ شوی دی.