د بلخ په ولسوالۍ کې ۸ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تیره شپه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د «بابه یوسف» په کلی کې د ملي دفاعی او امنیتی ځواکونو د وسله وال طالبانو سره د نښتی په پایله کې ۵ طالب ترهګر وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د دښمن یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین د شورتپې ولسوالۍ د «جوی وکیل» د کلي څخه کشف او شڼد شوی دی.