د بدخشان په "ارغنجخواه“ ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید په پایله کې ۱۷ طالبان ووژل شول
د طالبانو یوې ډلې نن سهار د "ارغنجخواه" په ولسوالۍ کې تجمع کړې وه او د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود چې د هوایي برید موخه وګرځېدل.
په دې برید کې، ۱۷ طالبان ووژل شول، ۳ تنه یې ټپیان شول او د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوې.