په غزني کې ۴ طالبان هغه مهال ووژل شول او ۵ نور يې ټپيان شول چې پر امنيتي ځواکونو د برید پلان درلود

s.mohmand

تېره ورځ وسله والو طالبانو پلان درلود چې د غزني ولايت مرکز اړوند د «کلاغج» او «شالیز» په سيمو کې د ملي دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو بريد ترسره کړي.

د طالبانو دغه پلان د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د هوايي ځواک په ملتيا له ماتې سره مخ شو، چې په پايله کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپيان شوي.

همداراز د دښمن دوه عرادې موټرونه او دوه قرارګاوې له منځه وړل شوي دي.