د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون, ۱۵ ترهګر وژل شوي او ۹ ټپيان شوي

s.mohmand

وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په ناوه، نهرالسراج، نادعلي او د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په يو شمير امنيتي پوستو د برید پلان درلود.

افغان دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړ. چې په پايله کې, د حاجي مظلوم په نوم طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون, ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

همدا راز دفاعي او امنيتي ملي ځواکو د دښمن ۴ موټر او یو شمير وسلې هم له منځه وړې دي.