په زابل کې د ۱۲ مرګونو چاودنو مخه ونیول شوه

s.mohmand

د ۲۰۵ قول اردو د دوهمې لوا د انجنیرۍ ټیم پر سونل د زیار او کوښښ په پایله کې د زابل ولایت د اطغر او شینکۍ ولسوالیو اړوندو سیمو کې, ۱۲ کړۍ ماینونه طالبانو د ملکي خلکو د وژلو په موخه ځای پر ځای کړي وو, کشف او شنډ شول.

د دې ماینونو په شنډولو سره, د خونړیو چاودنو مخنیوی وشو او د لسګونو هېوادوالو ژوند وژغورل شو.