په غزني کې د ۹ لویو چاودنو مخنیوی وشو

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو ترهګرو د غزني ولايت مرکز اړوند «ارزوخورد» او «ارزوکلان» په سیمو کې ۹ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه چې ډیری وخت د عامو خلکو د وژنې لامل کيږي د سړک پرغاړه، لارو اوکوڅو کې ځای پرځای کړي وو.

دغه بېلابېل ماینونه د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا د انجينرۍ ټیم د ويښو منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول.

د دغو ماينونو په کشف او شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونه وتوانیدل چې د يو شمير ملکیانو ژوند وژغوري.

د يادونې وړ ده چې وسله‌وال ترهګر اوس هم د ورته کړنو په ترسره کولو سره د یوشمېر ملکیانو ژوند له مرګ او ژوبلې سره مخ کوي.