د هلمند په ګرشک کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شو s.mohmand https://tinyurl.com/2ex2fuwp تیره شپه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوندو سیمو کې, طالب ترهګرو د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل. دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو یاد بریدونه په شاه وتمبول, چې په پایله کې, ۵ طالب ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي. همدا راز په یاده سیمه کې, ۱۴ کړۍ بیلابیل ډوله ماینونه کشف او چاودنه ورکړل شوه.