هلمند کې ۲۱ تنه وسله والو طالبانو ته داسې مهال مرګ ژوبله اوښتې, چې په امنيتي پوستو يې د بريدونو پلان درلود

s.mohmand

تيره شپه,وسله والو طالبانو د هلمند ولايت نادعلي او نهرالسراج ولسواليو په امنيتي پوستو د بريدونو پلان درلود.

افغان امنيتي و دفاعي ځواکونو د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو پلان د تطبيق مخنيوی وکړ.

ملي دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو اړوند حاجي بشير(باباجي کې د نظامي کميسون مشر)، ابوليس (لوی مانده کې مشهور ماين خښوونکی) او سرګروپ زبير قرارګاوې په نښه کړې.

په پايله کې, د ابوليس په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي او ۱۵ تنه نور وژل شوي دي؛ چې په وژل شويو کسانو کې ۳ تنه د سرې قطعې پورې مربوط دي.

په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو ۵ ميله لايزري M4 وسلې، ۴ ميله کلاشينکوف، ۱ ميل پيکا، ۳ قبضه تفنګچه، ۲ ميله درازنوف، ۲ قبضې راکټ، ۱ قاب دوربين، ۳ قرارګاوې او لسګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي تخريب او له منځه وړل شوي دي.