ملي دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې, دوی په امنيتي ځواکونو بريدونه کول
وړمه شپه, وسله والو طالبانو د هلمند ولايت نهرالسراج ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
ملي دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د وسله والو طالبانو د بريدونو مخنيوی وکړ.
په پايله کې, ۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱ تن بريدګر ټپي شوی دی.
د دې بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د شپې ۳ دوربينونو په ګډون ۱۰ ميله سپکې او درنې وسلې له منځه تللي دي.