د کندهار په شاه ولیکوټ کې د ۲۵ طالبانو وژل کیدل!
تیره ورځ د طالبانو یوې ډلې د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند په "لوي کاریز" سیمه کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د وسلوال برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې, دښمن خپله موخه وګرځوله او د دوې پلان یې له منځه یووړ.
په دې نښته کې, ۲۵ طالبان وژل شوي, د دښمن یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.