په فاریاب کې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي

s.mohmand

تیره شپه د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو او طالبانو تر منځ د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "شاخ" کلي کې نښته شوې, چې په ترڅ کې ۷ طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

یاده نښه هغه وخت را منځ ته شوه چې طالبانو د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په موقعیتونو بریدونه وکړل, دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هېواد له هوایي ځواک سره په همغږې د دې بریدونو مخه ونیوله.