افغان هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو د برید پلان د مخنیوي په ترڅ کې ۷ تنه ته مرګ ژوبله اوړلي

s.mohmand

تیره شپه؛ افغان هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو پورې مربوط شاکر آغا ډلې د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په درویشان سیمه کې داسې مهال په نښه کړي، چې په امنیتي و دفاعي ځواکونو یې د بریدونو پلان درلود.

د کشفي راپورونو په اساس، ملي دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د وسله والو طالبانو د دې شوم پلان د عملي کیدو مخنیوي وکړ.

افغان هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو د سرګروپ شاکرآغا قرارګاه په نښه کړه. په پایله کې؛ د سرګروپ شاکر آغا په ګډون ۳ تنه ټپيان او ۴ تنه وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده؛ د افغان هوايي ځواکونو په برید کې د شاکرآغا مربوط یو باب ډیپو، یو عراده لوکسل موټر، ۳ عرادې موټرسایکل، ۵ میله کلاشینکوف او ۲ میله پيکا تخریب کړي دي.