هلمند کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو ډيپو په نښه کړي
نن سهار ۹:۳۰ ، د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو ډک ډيپو له منځه وړل شوي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو هوايي ځواکونو د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ اړوند قاسم بازار سيمه کې د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو ډيپو باندې هوايي بريدونه کړي.
د هوايي بريدونو له امله د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو ډيپو له منځه وړل شوي او چاوديدونکي توکي، چې د ماينونو په جوړښت، موټر بمونو او ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخېستل کيده، په لويه کچه له منځه تللي دي.