په غزني کې د وسله والو طالبانو بريدونه د ۱۰ تنو ترهګرو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شول

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اړوند د «عاشقوال» او د قره باغ ولسوالۍ د «خیرن چوک» په سيمو کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بريدونه کړي.

دغه بريدونه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د کلک غبرګون په پایله کې له ماتې سره مخ شوي چې په نتیجه کې د اندړو ولسوالۍ اړوند د« عاشقوال» سيمه کې د ملانذیر د تروریستي ډلې ۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور یې ټپيان شوي.

همدارنګه د قره باغ ولسوالۍ اړوند د «خیرن چوک »په نښته کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي، دوه عرادي موټر سايکل او دوه میله کلاشینکوفونه د وسله والو طالبانو هم له منځه وړل شوي.

له نیکه مرغه په دغه بریدونو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دي اوښتي.