ولسمشر غني د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخستلو د ١٠١ مې کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ څلي ته د ګل ایښودنې مراسم تر سره کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ د بیرته اخستلو د ١٠١ کلیزې په مناسبت په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال اسدالله خالد او د وسلوال پوځ لوي درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا یې ملتیا کوله د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده.
په دې مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتړ عبدالله عبدالله ، قاضي القضات ،د مشرانو جرګې رییس، د کابینې غړي ، په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو او د وسلوال پوځ جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.