پکتیکا کې ۲۰ تنو ترهګرو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې په امنيتي ځواکونو یې د برید پلان درلود

s.mohmand

تیره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند د «فولادخيلو» په سيمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید ترسره کړي.

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د دغه برید د پلان د عملي کېدو څخه مخنيوی کړی چې په پايله کې د یو سرګروپ په ګډون ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ ۶ میله کلاشینکوفونه، یو شمیر مهمات او د ۹ تنو وژل شويو وسله والو جسدونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هیره دې نه وي چې په دغه نښته کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.