د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ملي دفاع او امنيتي ځواکونو د پوځي تمريناتو د پلي کولو په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

د ننګرهار دګوشتې ولسوالۍ او د پکتیا د ځاځیو ولسوالیو د تطبیقاتو وروسته ملی امنیتی او دفاعی ځواکو نو دسپین بولدک د ډیورنډ کرښې ته څېرمه(د پاکستان د راکټی برید د شهیدانو) تر عنوان لاندی لوی نظامي تطبیقات تر سره کړل.

په دغه تطبیقاتو کی،ځمکني کماندو ځواکونو، ضربتی ځواکونو ، سرحدي ځواکونو او هوایی ځواکونو برخه اخیستې وه او دخپلو سپکو او درنو وسلو په کارولو سره یې خپل ځواک او وړتیاوې وښودلی.

دوسله وال پوځ لوی درستیز ښاغلی محمد یاسین ”ضیاء" او د کندهار ولایت یو شمیر جنرالانو، افسرانو او ولایتی چارواکو د دغه تطبیقاتو څخه له نیږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

د هیواد لوی درستیز د ارزونه ترځنګ داهم وویل چی افغانان دی ډاډمن اوسی چی دهیواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلوا که توګه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع او ساتنه کولی شی.

په پای کی د سپين بولدک اوسيدونکو او قومي مشرانو د دې تطبیقاتو د ترسره کیدو هرکلی وکړو او د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ملاتړ يي شعارونه ورکول.