په پکتيکا کې د وسله والو ترهګرو برید د ۱۲ تنو وسله والو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شو

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو ترهګرو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ ته په غزيدلي لاره د امنیتی او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید وکړ.

د تندر قول اردو د دوهمې لوا منسوبینو د توپچي ځواک په مرسته دغه برید په شاه تنمبولی.

د یادې نښتې په پایله کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي.

د دې ترڅنګ امنیتي ځواکونو له خوا د لارې په اوږدو کې ۱۰ کړۍ ډول ډول ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا په سرک د عامو خلکو د وژنې په موخه ځاى پر ځاى شوي وو کشف او شنډ کړای شوي دي.