په تیرو ۲۴ ساعتو کې په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو مخنیوی وشو او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تیره ورځ ترهګرو طالبانو پلان درلود د بلخ ولایت د «شولګره» ولسوالۍ د «بودنه قلعه» او «شیخ ها»، د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند مرکزي سیمه، د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ د «شیشه خانه» سیمه، د سرپل ولایت اړوند مرکزي سیمه او د صیاد ولسوالۍ د «کوترمه» په سیمه کې په ملي دفاعي او امنیتی ځواکونو بریدونه وکړي.

ملي دفاعي او امنیتی ځواکونو د دغه بریدونو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور یې ټپیان شول.