هلمند کې د وسله والو طالبانو برید مخه ونیول شوه او ۲ تنه وسله وال ووژل شول
تیره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، چې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند «نرۍ مانده» سیمه کې د ملي اردو ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه وکړي.
افغان امنیتي و دفاعي ځواکونو د دغه برید مخنیوی وکړ؛ چې په ترڅ کې يې ۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.