بیرغ او ملي نښان د اساسي قانون له نظره

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۵:۱۳

 

بیرغ او ملي نښان د اساسي قانون له نظره

ل/ حکیم الدین منځنی

 د هېوادونو لپاره د ځانګړي بیرغ شتون خورا اړین شمېرل کېږي او یو هېواد لپاره یې شتون خپله فلسفه او حکمت لري.

 کوم هېوادونه، چې مشخص بیرغ لري، دا یې په واحد هویت دلالت کوي، له نورو هېوادونو یې بېلوي او په نړیواله کچه یې د حقوقي هویت په تثبیت کې مرسته کوي، بیرغ دا معنی لري، چې هېواد یې په نړیوال سټیج خپلواک او مستقل دی، په ملي او بین المللي چارو کې خپل تصمیم په خپله نیسي، اراده یې معیوبه نه؛ بلکې ازاده ده او د هېچا اډر او فرمایش ته غاړه نه ږدي،  د ځانګړي هویت او استقلال د لرلو میسج یوازې د بیرغ له لارې رسیږي او همدا د بیرغونو د شتون فلسفه هم ګڼل کېږي.

 له نیکمرغه، چې موږ د تاریخ په اوږدو کې تل له خپلواک او مستقل هویت څخه برخمن شوي یو، په ځانګړې توګه کله، چې غازي امان الله خان له انګریزانو خپلواکي واخیسته، افغانستان د بیرغ خاوند شو او له هغه وروسته تر ننه په ټولو دورو کې د بیرغ خاوندان پاتې شوي یو، خو د جوړښت او فزیکې بڼې له پلوه د هرې دورې بیرغ متفاوت و، چې لامل یې هم د هماغه دورې د واکمنانو ځانګړې ایډیالوژي او فکر و.

له دوه زره یو کال وروسته د حامد کرزي له راتګ سره په نوي اساسي قانون کار پیل شو او په دوه زره څلورم میلادي کال کې یې د تصویب چارې بشپړ شوې، چې په ۱۹ ماده کې یې د بیرغ په اړه داسې حکم کړی دی.

 نولسمه ماده د افغانستان بیرغ له دریو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی، درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کيڼ څخه ښي لورته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نیمایي دی، چې په منځ کې یې د افغانستان ملي نښان ځای پر ځای شوی دی.

 د افغانستان دولت ملي نښان له سپین رنګي محراب او منبر څخه جوړ دی، چې په دوو څنډو کې یې دوه بیرغونه او د منځ په برنۍ برخه کې یې د لا اله الاالله محمد رسول الله مبارکه کلمه او الله اکبر د راختونکي لمر وړانګې او په لاندینۍ برخه کې یې د ۱۲۹۸ ه ل تاریخ او د افغانستان کلمه راغلې، چې له دوو خواوو څخه د غنمو وږي پرې راګرځول شوي دي.

 پس ګورو، چې د هېواد اوسنی بیرغ او ملي نښان په اساسي قانون کې ذکر شوی دی، چې د پورته هر رنګ او سمبول د درج کېدو بېله فلسفه ده.

 د درې له عدد هدف د تاریخ درې ځانګړې دورې پاس کول دي، د تور رنګ فلسفه په دې کې ده، چې افغانستان د ښکیلاک یوه توره دوره کې قرار درلود، د سور رنګ مقصد دادی، چې افغانستان د دغه تورې دورې ختمولو لپاره جهاد او قرباني شروع کړه، وینې یې توی کړې او بلاخره د دغه سرښندونو په پایله کې له یوې روښانه راتلونکې برخمن شو، چې د شین رنګ فلسفه جوړوي.

 د افغانستان د دولت ملي نښان کې بیا د سپین رنګ محراب او منبر د یادولو حکمت د اسلام مبارک دین سپېڅلتیا او د دې ټولنې په مسلمانۍ دلالت کوي، په دوو څنډو کې د دوه بیرغونو هدف د هېواد هویت او خپلواکۍ ته اشاره ده، د منځ په برنۍ برخه کې د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه پېغام ورکوي، چې اوسیدونکي یې د همدغه کلمې تر چتر لاندې ژوند کوي او د الله اکبر هدف او مقصد د تکبیر چغه ده، په لاندینۍ برخه کې د ۱۲۹۸ ه ل کال درج کېدل د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو تاریخ او نېټه په ګوته کوي، د افغانستان له ذکر کېدو موخه د دې هېواد معرفي کول دي، چې په پورته نېټه یې له انګریزانو خپلواکي اخیستې ده او په وروستۍ برخه کې له دوو خواو د غنمو وږي ذکر په حقیقت کې د افغاني ټولنې د کرهڼیزوالي وضعیت ته اشاره کوي، چې اکثره وګړي یې په کرهڼه بوخت دي او یا ممکن د قانون جوړونکي اراده په افغانستان د واک ته رسیدو پخواني دود ته اشاره وي، چې له مخې یې د شیر سرخ په جرګه کې احمد شا بابا د پاچا په توګه وټاکل شو او استاد لایخوار د زوی صوفي صابر شا له لوري د غنمو وږی د احمد شاه بابا په پګړۍ کې کېښودل شو.