هرات کې ملکي وګړو ته د زیان رسېدو د ادعاو په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

ملي دفاع وزارت هغه ادعاوې چې ګنې د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ په «خم زیارت» سیمه کې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی دی، په جدي ډول څېړي او بررسي کوي.

د دې څېړنو موندنې به ډېر ژر له خلکو او رسنیو سره شریکې شي.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال ساتنې مسوولیت پر غاړه لري، په دې برخه کې له ټولو امکاناتو او فرصتونو څخه ګټه پورته کوي او له هېڅ راز هڅو به ډډه ونه کړي.