په غزني کې ۱۱ تنو وسله والو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې په ملي امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړې وو
تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د شهباز، نوغي او د اندړو ولسوالۍ د نظرخان په سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړې وو.
دغه بریدونه په پوستو کې موجود منسوبینو له خوا د توپچي ځواکونو په مرسته د ماتي سره مخ شوي. چې په پایله کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي.
هیره دي نه وي چې د هیواد زړور ملي امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د خپل هیواد او ولس څخه دفاع ته چمتو دې.