د ملي اردو د جلب و جذب د عمومی قوماندان د مړینې په تړاو د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام

zia_omid

انا لله و انا الیه راجعون

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په ډېرې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د ملی اردو د جلب و جذب عمومی قوماندان تورنجنرال زیارت شاه "عابد" د ورپېښې ناروغۍ له کبله، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ، د تورنجنرال "عابد" مړینه د ده محترمې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایي، د مرحوم لپاره د جنت الفردوس او د محترمې کورنۍ او دوستانو لپاره یې د جمیل صبر او عظیم اجر هیله کوي.

روح یې ښاد یاد یې تل پاتې